حماس: پر غزې د اسرائيلي بريدونو د درېدو په صورت کې هراړخيزې هوکړې ته چمتو يو
CGTN2024/05/31 10:40:07
شريکول:

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ يا حماس د مې د ۳۰ مې نېټې په شپه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې سازمان يې پر غزې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو د درېدو په صورت کې هراړخيزې هوکړې ته چمتو دی.

اعلاميه وايي، د حماس مشرانو د اوربند منځګړو ته خپل دريځ روښانه کړی او ويلي يې دي، چې په هر اړخيزې هوکړې کې به یې د دواړو خواوو د بنديانو د بشپړې تبادلې محتويات هم شامل وي.

اعلاميې د اسرائيل غندنه کړې، چې له مذاکراتو په کار اخيستنې خپلو پوځي عملياتو ته پراختيا ورکوي.

اعلاميې ويلي: ((حماس په مذاکراتو کې انعطاف منونکې او فعاله بڼه ښودلې او د مې په شپږمې نېټې يې د منځګړو لخوا د اوربند وړانديز منلی دی، خو اسرائيل د دغه اوربند وړانديز ته په غبرګون کې د غزې پر جنوبي رفح ښارګوټي بريدونه پېل کړي، رفح ځمکنی بندر يې يرغمل کړی او د منځګړو د هڅو پر خلاف څرګندونې کوي.))