د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۳۰مې نېټې د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو د لسمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چين به په ۲۰۲۶م کال کې د چين او عربي هېوادونو د دوهمې سرمشريزې کوربتوب وکړي او باور يې ښودلی، چې دغه سرمشريزه به د دواړو خواوو اړيکې نورې هم په خوځښت راولي.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ دواړو خواوو ته د اړيکو د راتلونکي پرمختيايي تمايل او د ۵ همکاريزو چوکاټونو د جوړولو وړاندیزونه کړي، چې په دې سره به د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته چټک پرمختګ ورکړل شي.
د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د عربي متحده اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان هم ګډون کړی و او پر ټولنيزو رسنيو يې په چيني ژبه ليکلي، د عربي هېوادونو او چين اړيکې تاريخي ارزښت لري.
سږکال د چين او عربي هېوادونو همکارۍ فورم د جوړېدو له ۲۰مې کاليزې سره برابر دی. د چين او عربي هېوادونو اړيکې د تېرو شلو کلونو په درشل کې د نړيوال وضعيت له بدلونونو سره سره د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو ښه نمونه ګرځېدلې ده. په تېره بيا کله چې دواړو خواوو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د چین او عربي هېوادونو لومړۍ سرمشريزې په نوي عصر کې د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ وړانديز وکړ، نو خپلمنځي همکاريو يې ډېر پرمختګ کړی دی. تر اوسه ۲۲ عربي هېوادونو د کمربند او لارې په ګډې جوړونې کې ګډون کړی او د دواړو خواوو څه باندې ۲ ميلياډو کسانو ته يې ګټې رسولې دي.
اوسمهال نړۍ په کړکېچن وضعيت او هم اصلاحاتو کې روانې ده. چين او عربي هېوادونه د خپلو ملتونو د ښېرازۍ او د هېوادونو د چټکې ابادۍ له دندو سره مخامخ دي او د همکاريو په تمه دي.
تېر کال په بېجينګ کې د سعودي عربستان او ايران د تاريخي پخلاينې او د حماس او الفتح سلامشورې ترسره شوې او عربي هېوادونو دا درک کړې، چې چين په اخلاص په منځني ختيځ کې د سولې او پرمختګ لپاره مرسته کولی شي.
د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د بحرين، مصر، تونس او عربي متحده اماراتو مشرانو هم ګډون کړی و. عربي رسنيو ویلي، چې په دغې غونډې کې د دغو څلورو هېوادونو د مشرانو ګډون د چين او عربي هېوادونو يووالي او همکاريو او خپلمنځي اړيکو ته د ګډ پرمختګ هيله ورکړې او دواړو خواوو ټينګ هوډ څرګند کړی دی.
چين او عربي هېوادونو« د بېجينګ اعلاميه» او«د چين-عربي هېوادونو همکارۍ فورم ۲۰۲۴ ـ ۲۰۲۶م کال د عملیاتو پلان» په شمول يو لړ همکاريز سندونه لاسلیک کړي، چې دا هم د ګډ پرمختګ هيلې او ټينګ هوډ ښکارندويي کوي.
بېجينګ وړانديز کړی، چې چين او عربي هېوادونه دې د عملي همکاريو د پياوړتيا په پار او د ۸ ګډو عملياتو د پلان پر بنسټ ۵ همکاريز چوکاټونه جوړ کړي، چې پکې د نوښت د هڅولو لا ځواکمن چوکاټ، د پانګونې او مالي چارو پراخ چوکاټ، د انرژۍ هراړخيز همکاريز چوکاټ، د متقابل تجارت لوی متوازن چوکاټ، د کولتوري تبادلې او تګ راتګ پراخ چوکاټ شامل دي.
د یادو ۵ همکاريزو چوکاټونو جوړونه به د چين او عربي هېوادونو د تخنيکونو، پانګو، توليداتو او د خلکو ترمنځ تبادلې پراخې کړي او ګټې به ورته ورسوي.
سيمه ييز امنيت د عربي هېوادونو مهمه اندېښنه ده او د فلسطين مسئله بیا د منځني ختيځ د ټولو مسئلو د حل کيلي ده.
د روان کال د مې تر ۲۹مې نېټې پورې، د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روان کړکېچ له امله په غزې تړانګې کې ۳۶ زره کسان وژل شوي دي.
د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو لسمې غونډې « د فلسطين مسئلې په اړه د چين او عربي هېوادونو ګډه اعلامیه» خپره کړې، د غزې تړانګې د کړکېچ د ژر ارامولو او په عادلانه او دايمي توګه د فلسطين مسئلې د هوارۍ غږ یې پورته کړی دی. دواړو خواوو په يوه خوله ويلي، جګړه تل دوام نه کوي او عدالت هم تل نه پاتې کيږي او د دوو هېوادونو طرحه به هم بدله نه شي.