شي جين پينګ د عربي متحده اماراتو له ولسمشر سره وکتل
CMG2024/05/31 10:19:16
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۳۰مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو لوی تالار کې د عربي متحده اماراتو له ولسمشر شیخ محمد زاید آل نهیان سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږيدلی دی.

دواړو مشرانو د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو د لسمې غونډې د پرانيستونکو مراسمو په څنډې کې سره کتلي دي.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چين غواړي له عربي متحده اماراتو سره د ستراتيژيکو او اوږدمهاله نظريو د دوه اړخيزو اړيکو عمومي لار درک او ډاډ ترلاسه کړي، چې د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ تل وده کوي.

ولسمشر شیخ محمد زاید آل نهیان ويلي، چې هېواد يې له چين سره د همکاریزو اړیکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او لوړ لومړيتوب ورکوي.