په کالیفورنیا کې د چین او امريکې د سيمه ييزو اقلیمي عملياتو لوړ پوړی فعاليت ترسره شو
CMG2024/05/31 10:55:20
شريکول:

چین او امريکې د سیمه ييزو اقلیمي عملياتو لوړ پوړی فعاليت د مې په ۲۹مې نېټې د کالیفورنیا ايالت په برکلي ښار کې ترسره شو.

دا فعاليت په سانفرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د اجتماع او له اقليمي بحران سره د همکاريزې مقابلې په اړه د لمريزې وړانګې ښارګي په نوم د چين او امريکا د ګډې اعلاميې په رڼا کې ترتيب شوی و.

په دغه فعاليت کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې او د امريکا د انرژۍ وزارت د سي سي اېس پروژې د همکارۍ کاري پلان او د چين د يادې ملي کمېټې او کليفورنيا ايالت ترمنځ د همکاريز ياداښت په شمول څو مهمې همکارۍ خپرې شوې دي.