شي جين پينګ ماشومانو ته د ماشوم نړيوالې ورځې مبارکي وويله
CMG2024/05/31 16:41:01
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د مې په ۳۰مې نېټې د سه چوان ولايت د نان چونګ ښار د جيا لينګ سیمې د جي جيانګ لومړني ښوونځي زده کوونکو ته ځوابي لیک ليږلی او دوی او د هېواد  ټولو ماشومانو ته یې د ماشوم ورځې مبارکي ويلې ده.

نوموړي دغه پيغام د ماشومانو د نړيوالې ورځې د رارسيدو په درشل کې ياد ښوونځي ته ليږلی دی.

شي جين پينګ په پيغام کې ماشومان د هېواد راتلونکی بللي او ويلي يې دي، چې د چين ماشومان، ځوانان او ټول چينايان بايد نسل په نسل د عصري او ځواکمن هېواد د جوړولو لپاره سخت کارونه وکړي.