جو بايډن: اسرائيل په غزه کې د اوربند په اړه نوی وړانديز لري
CMG2024/06/01 10:32:04
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د مې په ۳۱مې نېټې ويلي، اسرائيلي حکومت يو نوی وړانديز کړی چې په غزه کې د دايمي اوربند او د بنديانو د راخوشي کېدو لپاره يوه لار نقشه جوړېږي.

د ولسمشر جو بايډن په خبره، دا نوی وړانديز له اسرائيل، قطر، مصر او د سيمې نورو هېوادونو سره د امريکا د څو پړاوونو ډيپلوماتيک ډيالوګ لاسته راوړنه ده چې اوس د قطر له لارې حماس ته یې په تړاو خبر ورکړل شوی دی.

حماس په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې دغه وړانديز ته مثبته رويه ښودلې ده.