د پاکستان صدراعظم: باور لرم چې د درېیو نړيوالو وړانديزونو په پلي کولو سره به په نړۍ کې سوله او سمسورتيا بيا رامنځته شي
CMG2024/06/01 15:46:33
شريکول:

 د پاکستان صدراعظم شهباز شريف به د چين په بلنه د جون له څلورمې تر اتمې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. پر ځايي وخت د مې په دېرشمې نېټې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په جمهوري ماڼۍ کې د چین د سي اېم جي له خبریال سره ځانګړې مرکه وکړه.

هغه له چين څخه ليدنې ته په تمه دی او له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې يې ويلي چې چین او پاکستان د وروڼو په څېر نژدې اړیکې لري او دوستي يې ټينګه او زړونه يې یو له بل سره وصل دي. هغه هيله وښوده چې له چین سره د پخوا په پرتله لا ژور بحثونه وکړي او د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ د نظريو تبادلې د پياوړتيا او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د نوې ودې او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

هغه زياته کړې چې پاکستان د چين د دولت رئیس شي جين پينګ له خوا مطرح شوي د نړيوالې پرمختيا، امنيت او تمدن وړانديزونو د پلي کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي او د هغې ډلې يو مخکښ هېواد دی چې له يادو وړانديزونو څخه ملاتړ کوي. پاکستان سل په سلو کې غواړي چې د دغو سترو چارو د ترسره کولو لپاره خپل خدمتونه وکړي. هغه هم باور وښود چې د يادو درېیو نړيوالو وړانديزونو په پلي کولو سره به په نړۍ کې سوله او سمسورتيا بيا رامنځته شي.