د شمالي اروپا پنځه هېوادونه: له اوکراين څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو
CMG2024/06/01 10:34:59
شريکول:

د سويډن، فنلنډ، ډنمارک، ناروې او ايسلنډ مشرانو د مې په ۳۱مې نېټې د سويډن په پلازمېنې استکهلم کې اوکراين ته خپل دوام لرونکی ملاتړ بيا تایيد کړی دی.

د سويډن صدراعظم، د فنلنډ ولسمشر، د ډنمارک صدراعظمې، د ناروې صدراعظم، د ايسلنډ صدر اعظم او د اوکراين ولسمشر زيلنسکي په همدې ورځ په استکهلم کې د شمالي اروپا او اوکراين سرمشريزه جوړه کړه.

د دغې سرمشريزې په يوې اعلاميې کې راغلي، د شمالي اروپا هېوادونه به په دوامداره توګه اوکراين ته ملکي او پوځي ملاتړ برابر کړي.

سويډن، ناروې او ايسلنډ د يادې سرمشريزې په ترڅ کې په جلا جلا توګه له اوکراين سره د امنيتي همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړي او ژمنه يې کړې چې ورته به پوځي او مالي مرستې ورکړي.

 

( سپوږمۍ)