هند ولسمشرې دروپادي مورمو د مې په ۳۱مې نېټې په دغه هېواد کې د چين د نوي سفير شو فې هونګ باورليک رسماً منلی او د کتنې پر وخت یې ويلي، هند او چين دې د خپلمنځي ښه ګاونډيتوب او دوستانه اړيکو د پرمختګ په پار هڅې وکړي.
هغې دا هم ويلي، هند او چين دواړه لرغوني کلتورونه او په نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لرونکي هېوادونه دي. د هند او چين ښې اړيکې نه يوازې دغو دواړو هېوادونو ته ستر اهميت لري، بلکې د سيمې حتی نړۍ د پرمختګ او ثبات په ګټه هم دي.