د لیبیا له صدراعظم او خارجه وزير عبدالحميد دبيبه سره ځانګړې مرکه
CMG2024/06/01 16:40:28
شريکول:

د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه ۱۰مه دوره غونډه د مې په ۳۰مې نېټه په بېجينګ کې پرانیستل شوې وه. د چين ميډيا ګروپ د ليبيا د ملي يووالي حکومت له صدراعظم او خارجه وزير عبدالحميد دبيبه سره، چې په ياده غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی، ځانګړې مرکه وکړه.

صدراعظم دبیبه په مرکه کې ويلي، چې ليبيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو دوامدارې ژورتیا ته سترګې په لار دی. هغه پر دې باور لري چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پنځه چوکاټونه به د نړيوال ثبات لپاره ګټې ولري.

(ژباړه: شکريه)