د چين د صدراعظم لي چيانګ په بلنه به د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د جون له څلورمې نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې له چین څخه رسمي ليدنه وکړي. د چین د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۳۱مې نېټې په نوبتي خبري ناسته کې د دې سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړې زیاته کړې چې دغه سفر به د پاکستان د نوي حکومت تر واکمنېدو وروسته له چين څخه د شهباز شریف لومړی سفر وي. د چين د دولت رئيس شي جين پینګ، صدراعظم لي چیانګ او د چين د ملي ولسي کانګرس مشر جاو له جي به ورسره ملاقات وکړي او د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله به د نظريو تبادلې وکړي او د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو د راتلونکې پرمختیا نقشه به وټاکي. بېجينګ ته پر سفر سربېره صدراعظم شهباز شریف به هم له ګوانګ دونګ او شاان شي ولایتونو څخه ليدنې کتنې وکړي.