حوثی ډله: پر صنعا د امريکا او برېټانيا بريد ۱۶ تنه وژلي او ۴۱ تنه نور ټپيان کړي
CMG2024/06/01 11:10:05
شريکول:

د يمن حوثي وسله والو وياند يحيی سريع د مې په ۳‍۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي چې د روانې میاشتې د دېرشمې نېټې په شپه امريکايي او برېټانوي ځواکونو د دې هېواد پر پلازمېنې صنعا هوایي بريدونه کړي چې له امله يې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپيان دي.

نوموړي ويلي چې حوثي وسله والو په همدې ورځ د ياد هوايي بريد په ځواب کې د امريکا د ايسنهوير په نوم الوتکه وړونکې بېړۍ (USS Dwight David Eisenhower) ته څو توغندي ويشتلي او موخې یې په نښه کړې دي. خو امريکایي ځواکونو لاهم په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.

د يمن د حوثي وسله والو تر کنترول لاندې تلويزيون د مې په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی چې امريکايي او برېټانوي جنګي الوتکو د مې په دېرشمې نېټې پر صنعا، هدیدې او تعز ولايت هوايي بريدونه کړي دي.