
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۳۱مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د بحرين له پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه سره وکتل.
د بحرين پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه له چين څخه د رسمي ليدنې او د چين او عربي هېوادونو همکاريز فورم د وزيرانو د ۱۰مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په پار دغه هېواد ته ورغلی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې بحرین په خليج سيمه کې د چين ښه دوست او همکار بللی او ويې ويل چې د دواړو مشرانو په ګډې لارښوونې سره د چين او بحرين اړيکې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ کوي او خلکو ته واقعي ګټې رسوي.
روان کال د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۳۵مې کليزې سره برابر دی.
نوموړي دا هم ويلي، دواړو خواوو موافقه کړې چې خپلمنځي جامع ستراتيژيک مشارکت رامنځته کړي چې دا به د دواړو هېوادونو اړيکو په پرمختيايي تاريخ کې يوه مهمه پېښه وګرځي.