تر هغه وروسته چې د مې په ۳۱مې نېټې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په عراق کې د یاد سازمان مرستندويه ډلې د ماموریت د غځېدو په هکله رايګيري تر سره شوې، په دې سازمان کې د چين دايمي استازي فو څونګ په خپلې وينا کې ويلي چې د چين لوري موافقه رايه ورکړې او بېجینګ دې ته په تمه دی چې ياده ډله به په امنه، منظمه او څو پړاویزه توګه پر وخت له عراق څخه ووځي.
نوموړي زياته کړې چې ياد سازمان د ۲۰۰۳ م کال راهیسې د عراق د بيارغونې او پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي دي. اوسنی وضعيت يې د ښه کېدو په حال کې دی او سياسي اداري توان يې په پر له پسې توګه لاپياوړی شوی، نو له دې هېواده د یادې ډلې ماموریت د پای او وتلو وخت هم رارسېدلی دی.