امريکا د بشري حقونو د ساتنې په نوم افغانستان کې مختلف جنايات وکړل
CMG2024/06/02 11:49:01
شريکول:

په وروستیو کې چين په ۲۰۲۳ کال کې په متحدو ايالتونو کې له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو يو راپور خپور کړ او د ګڼو شمېرنو له مخې يې نړيوالو ته د امريکا له خوا پر بشري حقونو د تېري حقيقتونه افشا کړي دي. خو امريکا نه يوازې د هېواد په دننه کې د بې وزلو او ټيټ عايد لرونکو کسانو او اسیايي الاصله امريکايانو پر بشري حقونو تېری کړی بلکې هم د بشري حقونو د ساتنې په نوم یې مختلف جنايات وکړل.

په افغانستان کې د امریکا له خوا پیل شوې جګړه د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي. که څه هم امريکا تل ويلي چې له تروريزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته داخله شوې وه، خو د یو لړ شمېرنو له لارې مو هغه حقيقت پيدا کړی چې هغوی د ډېرو اقتصادي ګټو په لټه جګړه پیل کړې وه او د بشري حقونو د ساتنې په نوم یې افغانستان د وسلو د ازمایښت پر ډګر  بدل کړ.

د امریکا د بروان پوهنتون څېړنیز راپور ښيي چې په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا هېواد له خوا له ترهګرۍ سره د  مبارزې په بهانه پر افغانستان له حملې کولو راهيسې پوځي لګښت له ۱۴۰۰۰ميليارډو ډالرو څخه واوښته، خو په دې  جمله کې له درې دېرش څخه تر نيمې برخې سلنې پورې يې امريکايي پوځي تصديو ته په لاس ورغلي دي. د یوې شمېرنې له مخې د  امریکا د لوکهيد مارتین شرکت ترې ډېرې ګټې اخيستې چې هر کال یې له يادې جګړې څخه ۴۰ ميليارډه او ۸۰۰ میليونه امریکايي ډالره ګټلي دي. نو ویلی شو چې هغوی د جګړې تر ټولو لوی ګټونکي دي.

هغوی د جګړې په موده کې له پخواني حکومت سره د تش په نامه د پوځي مرستو په نوم په له پسې توګه زموږ هېواد ته وسلې لږدولې او ځایي خلک ترې سخت زیانمن شوي وو. د یوې شمېرنې له مخې له ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۱۷م کاله پورې امریکا د نژدې ۲۸ ميليارډو امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې او تجهيزات افغانستان ته وړي چې په دې جمله کې لږ تر لږه شپږ لکه ټوپکونه او ۱۶۲ زره مخابراتي تجهيزات، چورلکۍ او جنګي الوتکې شاملې وې. دغه اشغالګرو په دغو وسلو زموږ وطن ویجاړ او ملکيان وژلي ديچې له امله دا خاوره په وينو لړل شوې وه. زه دلته ټولو ته د امریکا جناياتو څو بېلګې وړاندى کوم. امريکايي اشغالګرو او د دوى کمپايني دوستانو په ۲۰۱۷ م کال کې د خوست ولایت د صبريو ولسوالۍ درى ورځې محاصره کړې وه او هلته یې قتل عام وکړ. که تاسې اوس هم هلته ورشى، نږدې په هر کور کې يتيمان او کونډې شته. د فغانستان د شهداوو او معلولینو چارو وزارت د ویاند په حواله تر ۲۰۲۳م کال پورې د جګړې له امله د ثبت شويو معلولينو شمېر ۱۸۰ زرو ته رسېدلی دی. بله بېلګه دا ده چې په ۲۰۱۷م کال کې امریکايي ځواکونو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د بمونو مور استعمال کړې وه چې دا د ذروي وسلو وروسته تر  ټولو خطرناک بم وه او یوولس ټنه منفجره موادو څخه جوړ شوی او شپارلس ميلیونه ډالر مصرف پرې راغلی وه. خو اوس هم به دې سيمه کې چې نوي ماشومان پيدا کېږي، لاسونه او يا پښې یې کږې وي يعنې تر اوسه د بمونو د مور تاثيرات لاهم شته. امریکا د بشري حقونو  د ساتنې او د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د افغانانو په مقابل کې ډېرې خطرناکې وسلې کارولې او افغانستان يې د دوی د وسلو د ازمايښت پر ډګر بدل کړی و چې په پایله کې دوه لکه افغانانو خپل ژوند له لاسه ور کړی او لس میليونه هېوادوال کډوال شوي او زياتره یې له بې وزلۍ سره مخ دي. نن ورځ افغانان لاهم جګړې ځپلي دي.

اوس که څه هم امريکا  زموږ له هېواد څخه وتلې، خو د افغانانو زخمونه لاهم نه دي روغ شوي. د دوی له خوا کنګل شوې د مرکزي بانک پيسې لاهم نه دي خوشې شوې او افغانان لاهم د جګړې په زیانونو کې ګير پاتې دي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي. هر کله چې د افغانانو د وينو او د امريکا له خوا د افغان ملکيانو د زیانمنتیا يادونه کوم، تل هغه پوښتنه کوم چې د امريکا د تش په نامه بشري حقونه چېرې دي؟ ولې لا هم هغوی افغانان دومره ځوروي؟