د اوکراين د هوايي ځواکونو قوماندان د جون په لومړۍ نېټه پر يوې ټولنيزې رسنۍ ليکلي، روسي ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي د اوکراين د انرژۍ پر څو تاسيساتو د لويې پيمانې هوايي بريدونه کړي دي.
د نوموړي په خبره، روسي ځواکونو لا تر اوسه د اوکراين د انرژۍ تاسيساتو د ويجاړولو له پلان څخه لاس نه دی اخيستی. نو اوکرايني ځواکونه چمتو دي چې ور سره مقابله وکړي.
د روسيې دفاع وزارت په همدې ورځ خبر ورکړ، ځواکونو يې د هېواد د انرژۍ او ترانسپورټ پر تاسيساتو اوکرايني بريدونو ته په ځواب کې د اوکراين پر څو اړوندو تاسيساتو هم هوايي بريدونه کړي دي.