د مصر د قاهرې تلويزيون د جون په لومړۍ نېټه خبر ورکړی چې د دغه هېواد، اسرائيل او امریکا استازي به د روانې مياشتې په دوهمه نیټه د مصر په پلازمينه قاهره کې غونډه تر سره کړې او پکې به د رفح بندر د بيا پرانيستلو په باب بحث وکړي.
ياد تلويزيون د مصر د امنيتي ادارې د يوه لوړ پوړي چارواکي له قوله خبر ورکړ، مصر بېلا بېلو خواوو ته بيا ويلي، يوازې د رفح بندر فلسطيني اړخ د اسرائيل تر کنترول لاندې لا هم پاتې دی، دغه بندر به بيا نه پرانیستل شي. خبر وايي چې د مصر په اند اسرائيل دې د رفح بندر د بندېدو او په غزه کې د بشري ناورين د سختېدو پړه پر غاړه واخلي. هغوی هم پر اسرائيلي ځواکونو له دې بندر څخه د وتلو غږ کړی دی.