مصر، قطر او امریکا پر اسرائيل او حماس غږ کړی چې د اوربند هوکړه وکړي
CMG2024/06/02 11:39:44
شريکول:

مصر، قطر او امریکا د جون په لومړۍ نېټه په يوه ګډه اعلاميه کې پر حماس او اسرائيل غږ وکړ چې د امريکا لخوا د خپور شوي نوي وړانديز د اصولو په رڼا کې د اوربند هوکړه وکړي

سرچینې ویلي: دغه اصول د بېلا بېلو خواوو د غوښتنو ښکارندويي کوي او د دايمي اوربند او د اوسني بحران د پای ته رسېدو لپاره يې نقشه برابره کړې ده.

د اسرائيل د صدراعظم دفتر په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اسرائيل شرطونه نه دي بدل شوي کوم چې د حماس پوځي او اداري توان دې له منځه يووړل شي، حماس دې ټول بنديان خوشي کړي او د غزې موجوديت دې اسرائيل ته ګواښ نه وي.

د دغو شرایطو له پوره کېدو مخکې به اسراییل له دایمي اوربند سره موافقه ونه کړي.