چيني لوري د تايوان په اړه د امريکا د دفاع وزير خبرو ته غبرګون ښودلی
CMG2024/06/02 10:48:51
شريکول:

 د امريکا د دفاع وزير اوستين په سينګاپور کې شانګريلا فورم کې د اندو- پاسيفيک ستراتيژۍ او تايوان مسئلې په اړه يو لړ خبرې کړې دي.

د چين د مرکزي پوځي کمېټې مرستيال ستر درستيز جين جيان فنګ په همدې ورځ د امريکايي لوري يادو خبرو ته غبرګون ښودلی دی.

د چيني ځواکونو مرستيال ستر درستيز جين جيان فنګ ويلي، د امريکا اندو- پاسيفيک ستراتيژي د سيمه ييزې همکارۍ په پلمه د سړې جګړې او زيرو سم له مفکورو څخه ګټې پورته کړې او رښتينې موخه يې د کوچنۍ ډلې په جوړولو سره په اسيا کې د ناټو په شان يو پوځي سازمان جوړ کړي تر څو په دغه سيمه کې د امريکا تسلط وساتل شي.

هغه د تايوان مسئلې په اړه څرګنده کړه، تايوان مسئله د چين او امريکا په اړيکو کې تر ټولو مهمه او حساسه موضوع ده. خو امريکايي لوري له تېرو څو کلونو راهيسې څو څو ځله خپلې کړې ژمنې ماتې کړې، د يو چين د پېژندلو اصل پر ضد يې زياتې کړنې کړې، د تايوان تجزيه غوښتونکي یې هڅولي او د تايوان تنګي حالت د ترينګلتيا سبب ګرځېدلي دی.

نوموړي زياته کړه، د چين د خلکو ازادي بښونکې اردو به هېڅکله هېچا ته دا اجازه ورنه کړي چې تايوان له چين څخه جلا شي. د تايوان خپلواکي د جنګ مانا ده.