د چين د دفاع وزير دونګ جون د جون په دوهمه نېټه په سينګاپور کې په شانګريلا فورم کې د نړيوال امنيت په اړه د چين د نظريې تر سرليک لاندې يوه وينا وکړه او پکې يې وويل:
د نړيوالو بدلونونو پر وړاندې مونږ دې د سيمه ييز امنيت داسې پرانيستنې، شفافيت او مساواتو پر بنسټ ولاړې همکارۍ وکړو چې پکې بېلا بېل هېوادونه برابرې برخې ولري، ډله ييز مقاومت شتون و نه لري او يو له بل سره د نظريو دوستانه تبادلې کوي څو اسيا او ارام سمندر سيمه د نړيوال پرمختګ لپاره ثابت بنسټ وګرځي. چين د دې لپاره لاندی شپږ فقره ييز وړانديز وکړ:
لومړی موږ دې د بېلا بېلو هېوادونو امنيتي ګټې وساتو. دوهم، په ګډه دې معقول او عادلانه نړيوال نظم جوړ کړو، درېیم، موږ دې د سيمې امنيتي چوکاټي رول ولوبو.
څلورم، په دفاعي چارو کې دې پرانیستې او واقعي همکارۍ پرمخبوزو.
پنځم، د سمندري امنيت لپاره دې همکاريزه نمونه جوړه کړو .
شپږم، په نويو سمسورو برخو کې دې امنيتي اداره پياوړې کړو.