چین د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې لپاره اغېزناک تدبیرونه نیولي
CMG2024/06/03 11:29:54
شريکول:

د شانګریله ۲۱م ډیالوګ د جون په ۲مې په سینګاپور کې پای ته ورسېد. د دغه ډيالوګ د چين د ګډونوال پلاوي کارپوهانو په يوې خبري ناستې کې د چیني او بهرنیو خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او ويلي يې دي، چين د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې لپاره اغېزناک تدبیرونه نیولي دي.

د چین د  ملي دفاعي پوهنتون د ملي امنیت پوهنځي مرستیال پروفیسر جانګ چه رسنيو ته ويلي، چې چین به نړۍ ته پر له پسې د عامه امنیت تولیدات وړاندې کړي او په نړۍ کې د روانو شخړو او جنجالونو د هواري لپاره به هڅې وکړي. نوموړي د ساري په توګه څو مهمو پېښو ته اشاره کړې ده.

پروفیسر جانګ چه ويلي، چين به د ګردې نړۍ د امنیت وړاندیز جدي تطبیق کړي، د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د جوړجاړي ساتنې لپاره به هڅې وکړي، د اوکراین کړکېچ او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ شخړې ته به د سوله ییز حل لارې پيدا کړي او ښکېل لوري به سولې ته وهڅوي.

نوموړي زياته کړې، چین به د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په خاطر له سیمه ییزو هېوادونو او د نړۍ له اړوندو خواوو سره پر له پسې اغېزمنې همکارۍ وکړي.