د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د کولتور او سيلانۍ وزير سون يه لي د جون په لومړۍ نېټې د السوادور په پلازمينې سانيټ السلوادور کې د دغه هېواد د ولسمشر ایبو بروک د نوې دورې ماموريت د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
ولسمشر بروک د لوړې مراسمو په څنډې کې له سون يه لي سره لنډه لېدنه کړې ده.
نوموړي له چين سره اړېکې د السوادور لپاره ډېرې مهمې بللي او په وينا یې، د ګډو ګټو پر بنسټ به ورسره متقابلې همکارۍ ژورې کړي او دوه اړخيزې اړيکې به یې لوړې کچې ته ورسوي.
(ژباړه: شکريه)