ولې امريکا په جنوبي سمندرګي کې د بېړيو پر ازاد تګ راتګ ټينګار لري؟
CMG2024/06/03 15:55:58
شريکول:

د چين ملي دفاع وزارت وياند په دې وروستيو کې په يوې مطبوعاتي غونډې کې په ۲۰۲۳م مالي کال کې د بېړيو د ازاد تګ راتګ په تړاو د امریکا د ملي دفاع وزارت راپور ته په غبرګون کې ويلي، چې د بېړيو تګ راتګ په زور او تسلط  نه ساتل کيږي او ازادي يې د خودسرو کړنو په معنا نه ده.  

امريکا د ۲۰۲۳م مالي کال راپور کې د چين په شمول د ۱۷ هېوادونو او سيمو ۲۹ سمندري غوښتنې” افراطي “بللي او يو لړ تدبيرونه يې پرې غوره کړي دي.

امریکا په دې وروستيو کلونو کې د بېړيو د ازاد تګ راتګ په پلمې د نړۍ هر ځای کې خپل ځواک ښودلی او ګډ پوځي تمرينونه يې ترسره کړي دي. د ساري په توګه، فیليپيني بېړۍ په تېر يوه کال کې څو څو ځلې د چين د ژن اي پرښې او هوانګ يان ټاپو ته نژدې سمندري سيمې ته ننوتلي؛ امريکا، جاپان او فيليپين لومړنۍ سرمشريزې کې د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه پر چين تورونه لګولي......... امريکا د  يادو پېښو تر شا لاس لري او هميشه يې د بېړيو د ازاد تګ راتګ په پلمې پر نورو هېوادونو تورونه لګولي دي. 

د ملګرو ملتونو په سمندري تړون کې هم د بېړيو ازاد تګ راتګ ياد شوی، خو دا د امریکا د بېړيو د ازاد تګ راتګ له خيالي ازادۍ سره ډېر توپير لري. د ملګرو ملتونو په سمندري تړون کې د بېړيو ازاد تګ راتګ او ازادې لارې او د بېلا بېلو هېوادونو سمندري حقونه او نړيوال سمندري سيسټم عادلانه ساتل شوي، خو امريکا بيا برعکس غواړي خپلې پوځي او ډيپلوماتيکې ګټې او په سمندر کې خپل قدرت او ځواک خوندي وساتي.  

امريکا د پوځي عملياتو او ډيپلوماتيکو غږونو ترڅنګ، د عامه افکارو جنګ هم روان کړی، څو د بېړيو د ازاد تګ راتګ د ساتلو په پلمه خپلو لمسون کوونکو کړنو ته معقولې جامې واچوي.

د امریکا د هوايي ځواکونو افسر بنجامين ګويريګرزالي پخوا په يوه فورم کې په ډاګه ويلي وو، چې د فيليپين سمندري ځواکونه له تاکتيکه کار اخلي، خپلو بېړيو ته خبريالان استوي ، څو له چين سره د دوی په وينا  ”تاوتريخوالی“ ريکارډ کړي او د چين” زورزياتي اقدامات “يې وبولي. د هغه په خبره، فيليپين غواړي د خبريالانو په وسيله د چين قانوني اقدامات په زورزياتي کې راوالي او د امريکا هغې پلمې ته معقولې جامې واچوي، چې وايي ((په جنوبي سمندرګي کې د بېړيو تګ راتګ باید ازاد وي)).

د امريکا فکري مرکزونه( د نړيوالو ستراتيژيو څېړنيز انسټيټيوټ يا CSIS او د اسيايي سمندري چارو رڼه وړانديز ياAMTI) هم د عامه افکارو جنګ کې مهم رول لوبوي.

د امريکا د اسيايي سمندري چارو رڼه وړانديز فکري مرکز په دې وروستيو کې د جنوبي سمندرګي د چاپېريال ګواښ په نوم راپور خپور کړی او پر چين يې تورونه لګولي، چې د جنوبي سمندرګي چاپېريال يې ويجاړ کړی دی.

دغه راپور څه موده په امريکايي رسنيو کې ښکته پورته کېده او عامه افکار یې خرابول.

د امريکا د اسيايي سمندري چارو رڼه وړانديز فکري مرکز د وېبپاڼې د مالوماتو له مخې، دغه مرکز د امريکا د حکومت په پانګونې جوړ شوی دی.

امریکايي حکومت دغه مرکز د يوې وسلې په توګه کاروي او د جنوبي سمندرګي په اړه عامه افکار په خپل کنټرول کې اخلي. په دغه هېواد کې د ياد فکري مرکز په څېر ډېر نور مرکزونه هم شته دي.

د لوېديځې نړۍ د څېړنيز انسټيټيوټ د څېړونکي ګرېګ اوستين د امريکا دا خبره، چې په جنوبي سمندرګي کې د چين اقداماتو سوداګريزو بېړيو ته ګواښ جوړ کړی، د واشنګټن پروپاګنډ بللي دي. په حقيقت کې، د چين او اسيان په ګډو هڅو، په جنوبي سمندرګي کې د بېړيو ازاد تګ راتګ خوندي دی.

امريکا د بېړيو د ازاد تګ راتګ په پلمه د زورواکۍ غوښتنه پراخه کړې او همدا  چاره يې د سمندري او هوايي ګواښونو د رامنځته کېدو ريښتنی لامل دی.