د لويو وچو نښلول: نويو همکاريو ته د چين – عربي هېوادونو د همکاريو فورم لاره
CMG2024/06/03 16:03:12
شريکول:

د بحرين، مصر، تونس او متحدو عربي اماراتو رهبران د مې له ۲۸مې بيا د جون تر لومړۍ نېټې پورې په چين کې سره را ټول شوي وو. د دوی دولتي ليده کاته د چين – عربي دولتونو د همکاريو فورم د وزيرانو کچې په لسمه ناسته کې اوج ته ورسېدل. دا مهمه غونډه د نړيوالو اړيکو او د چين – عربي نړۍ د اقتصادي مشارکت د بڼې د بدلون زيری ورکوي او د ستراتيژيکو اړيکو يو نوی دور را برسېره کوي.

سږنی فورم، چې په نړيواله کچه د ښه کېدونکي اقتصادي وضعيت په پس منظر کې جوړ شوی و، يوازې يوه رسمي او تشريفانې ناسته نه وه، بلکې د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او امنيت په برخو کې د متقابلو ګټو ستراتيژيک مطابقت او سمون و. په غونډه کې د شاه حماد بن عيسی الخليفه، ولسشمر عبدالفتاح السيسي، ولسمشر قيس سعيد او ولسمشر محمد بن زايد النهيان حضور د غونډې اهميت څرګند کړ. د يادو مشرانو ګډون پر دې ټينګار و چې عربي هېوادونه له چين سره د اړيکو لا پراخولو ته متعهد دي. دغه نوي را ټوکيدونکي زبرځواک په دوامداره توګه د کمربند او لار وړانديز له لارې په منځني ختيځ کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

 

ستراتيژيک اتحاد او اقتصادي همکاري

کنفرانس د بيجينګ د اعلاميې او ۲۰۲۴ – ۲۰۲۶ کلونو لپاره د چين – عربي هېوادونو د همکاريو فورم د عملياتي پلان په ګډون د پايلو د سندونو مجموعه تصويب کړه.  دغه بنسټيزې هوکړې ښيي چې چين او عربي دولتونه د يو او بل له اصلي منافعو دوامداره ملاتړ کوي او غواړي چې د سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، مالي سکټور، بېخ بناوو، چاپيريال او سرچينو، کلتوري تبادلو، روغتيا، زده کړې او فضايي مسايلو په ګډون په مختلفو برخو کې همکارۍ لا ډيرې پراخې کړي.

پايلو د همکاريو لپاره يو نوی معيار او د پراختيا لپاره يو ګډ ليدلوی ټاکلی چې پايښت لرونکو فعاليتونو او د ټکنالوژۍ پرمختګ ته پکې لومړيتوب ورکول کيږي او موخه یې دا ده چې پر اقتصاد او ټولنو څپه ييز (دوامدار) اغيز رامنځته شي.

په عربي نړۍ کې د بېخ بنايي پراختيا لپاره د چين ژمنه په ځانګړي ډول د يادونې وړ ده. د کمربند او لارې وړاندیز په چوکاټ کې یې د بندرونو، ریل لارو او صنعتي پارکونو د رغونې په برخو کې ګڼ شمېر پروژې پلې کړې دي څو ارتباطات او اقتصادي ادغام تقويه شي. نوي توافقات به ښايي دغه نوښتونه وغځوي او پر ځيرکې بېخ بنا او پايښت لرونکې ښاري کېدنې به تمرکز وکړي. پر زرغونې انرژۍ پانکونه به د همکاريو لپاره يو بل مهم سکټور وي، ځکه دواړه لوري له اقليمي بدلونونو سره د مقابلې او په اوږدمهال کې د انرژۍ د امنيت د خونديتابه لپاره د نوې کېدونکې انرژۍ پر لور د تلو بېړنۍ اړتيا درک کوي.


سولې او امنيت ته ژمنتيا

تر کنفرانس وروسته د فلسطين د مسئلې په تړاو د چين – عربي هېوادونو ګډه اعلاميه خپره شوه. د نړيوالو شخړو او د منځني ختيځ د سياستونو د تاوتريخجن ماهيت په منځ کې چين او عربي هېوادونه پر دې سره يوه خوله دي چې د سيمې د ثبات لپاره به ګډ کار کوي. دغه ګډ کار له ډيپلوماټيکو هڅو او د هغو ګواښونو پر وړاندې د عملي اقداماتو له کولو څخه عبارت دی چې د سيمې امنيت خرابوي.

د چين بهرنی سیاست پر نه لاسوهنې او د شخړو پر سوله ييز حل ټينګار کوي. دا هغه اصول دي چې د سيمې د ثبات لپاره یې ډير نور عربي هېوادونه هم غواړي. د چين – عربي هېوادونو د همکاريو فورم د امنيتي مسايلو په تړاو د مذاکراتو او همکاريو يو چوکاټ دی چې هر غړي هېواد ته یې د ترهګرۍ او توندلارۍ په څېر د عامو ګواښونو د مخنيوي وړتيا ورکوي. د امنيتي همکاريو په تړاو دا تګلاره  د سيمې له ثبات او نړيوالې سولې سره مرسته کوي.


راتلونکې پايلې او نړيوالې اغېزې

 په داسې حال کې چې فورم د همکاريو لپاره سکټورونه په نښه کړل، مخ پر وړاندې ننګونې یې هم را برسېره کړې. پر يوه ميز د دومره متنوع سياسي اجنډاوو او اقتصادي لومړيتوبونو را ټولول تل د ورته مشارکتونو د قوت او دوام ازموينه اخلي.

د چين – عربو د اړيکو پياوړتيا په بالقوه توګه په سيمه کې د ځواکونو توازن بدلولی او پر منځني ختيځ او نړيوال جيوپوليټيکس اغېز لرلی شي. د شخړو پر ځای همکاري د راتلونکې لپاره له هيلو ډک ليدلوری بيانوي خو دا چاره محتاطانه او دوامدارو مذاکراتو ته اړتيا لري څو پېښېدونکي احتمالي اختلافونه هوار کړای شي.

د دغه مشارکت باالقوه اقتصادي اغېزې هم د پام وړ دي. د چين او عربي هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې د لړۍ پراخيدل به اقتصادي وده لوړه، دندې به رامنځته او د ژوند معيارونه به اوچت کړي. پر پايښت لرونکې پراختيا او زرغونې انرژۍ تمرکز به له اقليمي بدلون سره د مبارزې له نړيوالو هڅو سره مرسته وکړي او دغه راز به په دې برخه کې د سيمې په کچه يوه غوره بېلګه رامنځته شي.

په لنډ ډول، د چين – عربي هېوادونو د همکاريو فورم د وزيرانو د کچې لسم کنفرانس د چين او عربي نړۍ تر منځ د ګډې راتلونکې او همکاريو پر لور مهم ګام و. په کنفرانس کې شويو هوکړو او صادرو شويو اعلامیو دا ځل يوازې ډيپلوماټيکه تشريفاتې بڼه نه درلوده؛ بلکې د سوکاله، با ثباته او همغږۍ نړۍ لپاره د مشترکې ژمنې ثبوتونه یې وړاندې کړل.‎

د وخت په تېرېدو سره به دا اړينه وي چې پر شويو هوکړو او په نړۍ کې د هغو پر اغېزو نظارت وشي. د يوه بدلون رامنځته کوونکي مشارکت لپاره باالقوه وړتيا موجوده ده خو دوامداده هڅو، متقابل درناوي او د دخيلو نړيوالو خطرونو په تړاو ژور پوهاوي ته اړتيا لري. د فورم له لوري جوړې شوې لارې هېله بښونکي دي او د نړۍ به دې ته سترګې وي، څو وګوري چې د چين او عربي هېوادونو تر منځ جوړې شوې لارې څنګه پرانيستل کيږي.