اسرائيل: د اوربند نوي وړانديز ته لېواله یوو، خو پوځي هدفونه به مو بدل نه شي
CMG2024/06/03 10:59:45
شريکول:

د اسرائيل د صدراعظم بنيامين نتنياهو د ډيپلوماتيکو چارو لوی سلاکار اوفير فالک د جون په ۲مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد یې غواړي د غزې د دايمي اوربند او بنديانو د خوشي کولو په اړه د امريکا نوی وړانديز ومني، خو په غزې تړانګې کې به خپل پوځي هدفونه بدل نه کړي.

نوموړي ويلي، تر څو ټول اسرائيلي بنديان خوشي شوي او د حماس پوځي ځواک له منځه تللی نه وي، په غزې کې به تلپاتې اوربند را نه شي.

فتح د جون په ۲مې نېټې د امريکې د نوي وړانديز هرکلی کړی او هيله يې څرګنده کړې، چې دا وړانديز به د دايمي اوربند او په غزه او د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې د اسرائيلي پوځي عملياتو د مخنيوي لپاره ګټور تمام شي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د مې په ۳۱مې نېټې د غزې د دايمي اوربند او د بنديانو د خوشي کولو په موخه د شخړې ښکېلو خواوو ته نوی وړانديز کړی دی.

(ژباړه: شکريه)