
د ختيځ تيمور ولسمشر راموس هورتا د جون په ۲مې نېټې په سينګاپور کې د شانګريلا ډيالوګ په څنډې کې له چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکې کې د تايوان مسئله ډېره اسانه ياده کړې او دا سیمه يې د چين يوه برخه بللې ده.
نوموړي ويلي، د امريکا په ګډون بهرني ځواکونه د تایوان مسئلې کې لاسوهنې کوي، خو د نړۍ نور هېوادونه پوهيږي، چې تايوان د چين يوه سیمه ده.
راموس هورتا په خبرو کې چينايانو ته وړانديز کړی، چې د تايوان مسئله په خپلمنځ کې حل کړي او په خبره یې، د دواړو غاړو خلک يوه وينه او ګډ کولتور لري او په خبرو خپلمنځي ستونزې حل کولی شي.
نوموړي باور ښودلی، چې چينايان به د نظر تبادلې او سلامشورې له لارې د تايوان مسئلې د حل لاره پيدا کړي.
(ژباړه: شکريه)