اوپیک: د اومو تېلو د تولیدي اندازې کمښت ته دوام ورکوو
CMG2024/06/03 14:54:59
شريکول:

اوپیک یا د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان د جون په ۲مې یوې اعلامیې کې ويلي، چې د غړو هېوادونو په شمول د تېلو ۸ لويو تولیدونکو هېوادونو پرېکړه کړې، چې د سږ کال په درېيمې ربعې کې به پخپلې خوښې د اومو تېلو تولیدي اندازه دوامداره کمه وساتي او هره ورځ به ۳ میلیونه او ۸۵۰ زره بېلره تېل کم تولید کړي، چې په دې سره به د نفتو نړیوال بازار ثبات او توازن وساتي.

د اوپيک د غړو هېوادونو او نورو عمده نفت تولیدونکو هېوادونو د وزیرانو ۳۷مه غونډه په همدې ورځ په انلاین بڼه ترسره شوه. د سعودي، روسیې، عراق، عربي متحده اماراتو، کویټ، قزاقستان، ارجزایر او عمان په شمول د اتو هېوادونو استازو د یادې غونډې په درشل کې د سعودي عربستان په ریاض کې د تیلو تولیدي اندازې په هکله بحثونه کړي دي.