د تېرې اوونۍ په پای يا اونيزې رخصتۍ کې د امريکا په څو سیمو کې د ډزو پېښې شوي، چې له امه یې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي، د امريکا د اريزونا ايالت د مرکزي فونيکس ښار په جنوب کې د جون د لومړۍ نېټې په سهار وختي د ډزو له امله ۲ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
د د اوهایو ایالت په اکرون ښار کې بيا د جون د ۲مې نېټې په سهار وختي د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۴ نور ټپيان شوي دي.
د امريکې د پنسلوانيا ايالت د پيټسبورګ ښار څنګلوري سیمې کې هم د جون د ۲مې نېټې په سهار وختي د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې ۲ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
(ژباړه: شکريه)