«د چيني ملت د عصري تمدن ابادي» سمينار د جون په دوهمې نېټې د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ په کوربتوب په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.
په دغه سمينار کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کمېټې د مطبوعاتي ادارې رئیس لي شو لې ګډون او وينا کړې ده.
ګډونوالو له سمينار مخکې د چين ټولنيزو علومو اکاډمۍ څخه لېدنه کړې، د کلتور د خپرولو او پرمختګ په اړه يې د دغه هېواد د دولت رئیس شي جين پینګ ويناوې مطالعه کړي او د يادې اکاډمۍ د اړوندو علمي څېړنو د لاسته راوړنو له نندارتون څخه يې لېدنه کړې ده.