د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جون په ۳مې نېټې د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
د فلیپين ولسمشر فیردیناند مارکوس د شانګریله ۲۱م ډیالوګ ته ویلي، چې هېواد يې د ملګرو ملتونو د سمندري قانون تړون او د جنوبي سمندر د حاکمیت پرېکړه مني.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فلیپين څرګندونې له تاریخ او واقعیت څخه لرې بللي او څو ټکو ته يې اشاره کړې ده.
1- چین د جنوبي سمندر پر ټاپوګانو بې له شکه حاکمیت او د اړوند سمندري قلمرو د ادارې پوره حق لري.
2- د جنوبي سمندر ټاپوګان د فلیپين په حاکمیت کې شامل نه دي.
3- د جنوبي سمندر د حاکمیت پرېکړه ناقانونه ده او هېڅ رول نه شي لوبولی.
4- په جنوبی سمندر کې د چین او فلیپين د وروستيو جنجالونو پړه د فلیپين پر غاړه ده.
۵- د چین او اسیان د غړو هېوادونو په ګډو کوښښونو د جنوبي سمندر وضعیت عموماً ثابت ساتل شوی دی.
۶- چین به د خپل حاکمیت او سمندري حقونو د ساتلو لپاره کلک تدبیرونه ونیسي.