مسکو: د غلو دانو خوندېتوب د روسیې او د اروپا او اسیا اقتصادي اتحاديې لپاره خورا ارزښت لري
CMG2024/06/04 10:27:35
شريکول:

د روسيې صدراعظم ميخايل ميشوستين د جون په ۳مې نېټې ويلي، چې د غلو دانو خوندېتوب د روسیې او د اروپا او اسیا اقتصادي اتحاديې د ټولو غړیو لپاره خورا مهم ارزښت او اهمیت لري.

د اروپا او اسیا اقتصادي اتحاديې د حکومتي دوه ورځنۍ شورا د روانې میاشتې په ۳مې نېټې په بلاروس کې پرانیستل شوه.

د روسیې صدراعظم ميخايل میشوستین د دې شورا په چوکاټي غونډې کې، چې "د اروپا او اسیا د اقتصادي اتحادیې د غلو دانو خوندیتوب" په سرليک ترسره شوه، ويلي، د اروپا او اسیا اقتصادي اتحادیه لوی کرنیز پټ قوت لري او خپل کرنیز محصولات يې تدریجي غوښتنې پوره کولی شي او په خبره یې د تېر کال محصولاتو يې له ۹۳ سلنو زياتې غوښتنې ور پوره کړې دي.

نوموړي ويلي، د اروپا او اسیا اقتصادي اتحاديې پر جوړېدو لس کالونه اوښتي او په دغې مودې کې يې د کرنيزو توليداتو کچه له ۲۵ سلنې څخه پورته شوې ده او د روان کال په لومړۍ ربعې کې يې هم زياتوالی موندلی دی.