په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د جون په ۳مې نېټې د دې نړيوال سازمان په اړه په وچه کې د راګيرو پرمختيايي هېوادونو غونډې د حکومتي تشکيلاتي کمېټې دوهمې ناستې ته ويلي، چې نړيواله ټولنه دې په وچه کې راګيرو پرمختيايي هېوادونو ته دوامدار ملاتړ برابر کړي.
نوموړي ويلي، اوسنۍ نړۍ له مختلفو بحرانونو او ننګونو څخه تيريږي او په وينا يې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختيايي اجنډا د پلې کېدو حالت له ټاکلي پلان پاتې ښکاري، په وچه کې د زياتو راګيرو پرمختيايي هېوادونو پر وړاندې ستونزې زياتې شوي او د دواملرونکي پرمختګ د ترسره کولو دنده ورته خورا سخته او درنه ده او نړيواله ټولنه باید ورڅخه خپل ګډ ملاتړ ته دوام ورکړي.
( سپوږمۍ)