د ملګرو ملتونو کارپوهان: ټول هېوادونه دې فلسطین په رسميت وپېژني
CMG2024/06/04 10:34:28
شريکول:

د ملګرو ملتونو څه باندې ۲۰ کارپوهانو د جون په ۳مې نېټې د سویس په جنیوا کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او له ټولو هېوادونو یې غوښتي، چې فلسطین په رسمیت وپېژني.

د فلسطین د رسميت پېژندنې پر وړاندې له کلونو راهیسې خنډونه جوړيږي او مخنيوی یې کيږي، خو اوس فلسطین په نړۍ کې په پراخه کچه د یوه هېواد په توګه پېژندل شوی دی.

ناروې، هسپانیې او ایرلنډ د روان کال د مې په ۲۸مې نېټې فلسطین په رسميت وپېژانده او له دې مخکې د بارباډوس، جامایکا، ترینیداد او توباکو او باهاما په شمول ځینو نورو هېوادونو هم د فلسطین د رسمیت پېژندلو اعلانونه کړي دي.