
د ایران د ۱۴مې دورې ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د جون په ۳مې نېټې پای ته ورسېد او ۸۰ کسانو ورته نوم لیکنه کړې ده.
د ایران د اساسي قانون ساتونکي شورا به د کاندیدانو د وړتیاوو د بیاکتنې پروسه پیل کړي.
د اساسي قانون ساتونکې شورا د اساسي قانون او مذهبي چارو څارندوی ارګان دی، چې د ټولټاکنو د تضمین مسولیت لري. دغې شورا په یوې بیانيې کې ویلي، چې ۱۲ کسیز پلاوی به یې د کاندیدانو د وړتیاوو د ارزولو چارې ترسره کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت به د روانې میاشتې په ۱۱مې نېټې د کاندیدانو نوملړ اعلان کړي.
(ژباړه: شکريه)