څوی تيان کای: بهرني قوتونه جنوبي سمندرګي کې د اختلافاتو د ډيريدو سبب دي
CMG2024/06/04 15:35:24
شريکول:

په امریکا کې د چين پخواني سفير څوی تيان کای په دې وروستیو کې د شانګریله ۲۱م ډیالوګ په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، موږ د جنوبي سمندرګي د حاکميت په تړاو ډېر پخوانی دريځ لرو. پر ټاپوګانو، پرښو او نور هر څه حاکميت یې زموږ مشروع سمندري حق دی.

په ورته مهال موږ پوهيږو چې ځينې نور هېوادونه به هم ورته اختلافات ولري. ځکه نو موږ چمتو يو چې دې مسئلې ته د يوه سوله ييز او ډيپلوماټيک هواري د موندلو لپاره له هغوی سره ګډ کار وکړو. په حقيقت کې موږ له اړوندو هېوادونو سره په جنوبي سمندرګي کې د عملیاتو د اصولو په اړه سلامشوره کوو. چين او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې غړو ياد اصول منلي او ژمنه یې کړې چې د مسايلو د هواري لپاره به سوله ييزې لارې چارې لټوي او د دوه اړخيزو اړيکو پراختيا ته به دوام ورکوي. نو که هر څوک شته اصول تعقيب کړي، په جنوبي سمندرګي کې به هېڅ ستونزه پاتې نه شي. له ډېرې مودې راهيسې وضعيت همداسې دی. خو له کله راهيسې چې امریکا تش په نوم د اندو–پاسفيک ستراتيژۍ سره په دې مسئله کې لاسوهنې پيل کړې، نو اختلافات هم شديد شول. دا نو د ډيرې خواشينۍ ځای دی چې بهرني قوتونه دا ډول ويجاړوونکی رول لوبوي.

د چين د پراختيا موخه دا ده چې خپل هېواد د زمانې له غوښتنو سره برابر کړي، د خپلو خلکو د ژوند معيار اوچت کړي او د ښه ژوندانه لپاره د هغوی هيلې پوره کړي. پر نړۍ د سلطې لپاره له امریکا سره سيالي هېڅکله زموږ هيله نه ده. لومړی خو موږ پر دې باور نه لرو چې يو هېواد دې پر ټولې نړۍ د سلطې په لټه کې وي. دويم موږ پر دې باور لرو چې ټول هېوادونه بايد يو له بل سره برابر وي او ټول په ګډه د نړیوالې ګډې ټولنې د جوړولو لپاره کار وکړي. ځکه نو موږ پر نړۍ د سلطې په لټه کې نه يو. ښايي امریکا يا ځينې نور هېوادونه دغه ډول ذهنيت ولري، خو موږ فکر نه کوو چې په ۲۱مه پېړۍ کې دې داسې يو څه د منطق په تله برابر وي.