حوثيان: د اسرائیل د سرې بحیرې پر ساحلي ښار مو خپل جوړ کړی بالستيک توغندی توغولی
CMG2024/06/04 11:05:53
شريکول:

د یمن د حوثي وسله والې ډلې ویاند یحیی سارایا د جون په ۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د اسرائیل د سرې بحيرې د ساحلي ښار ایلات په لوري بالستیک توغندی توغولی او هدف يې په نښه کړی دی.

یحیی سارایا ويلي، چې ياد توغندی یې په خپله جوړ کړی او په لومړي ځل يې پرې اسرائيل په نښه کړي او دقیقه موخه یې وېشتلې ده.

(ژباړه: شکريه)