سيول کې چيني سفارت: کوريا جمهوريت دې د تايوان او جنوبي سمندرګي مسئلو په اړه محتاطې څرګندونې او کړنې وکړي
CMG2024/06/04 11:11:59
شريکول:

د کوريا جمهوريت چارواکو د مې په ۳۱مې او د جون په ۲مې نېټې په جلا جلا توګه د امريکا او جاپان له مرستيالو خارجه وزيرانو او دفاع وزيرانو سره په لېدنو کې د تايوان او جنوبي سمندرګي مسئلو په اړه يو لړ ناسمې څرګندونې کړي، د چين په کورنيو چارو کې يې مداخله کړې او په بد نيت يې پرې تورونه لګولي دي او دغه راز دغه هېواد د چين پر ملي حاکميت او مرکزي ګټو څرګند تېری کړی دی.

په سيول کې د چين سفارت وياند د جون په ۳مې نېټې په دې اړه ويلي، چې سفارت يې د کوريا جمهوريت د يادو څرګندونو په اړه دغه هېواد ته خپل جدي دريځ څرګند کړی دی. د ده په خبره، چين د کوريا جمهوريت له اړوندو څرګندونو سره ټينګ مخالفت کوي.

په سيول کې د چين سفارت وياند ويلي، تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده او اړونده مسئله يې د هېواد کورنۍ چارې دي او چين هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې په دغې مسئلې کې لاسوهنه وکړي او په وينا يې، څوک بايد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په برخه کې د چينايانو ټينګ هوډ له پامه ونه غورځوي او که کوم هېواد د تايوان مسئلې له سرې کرښې پښه واړوي، نو هرومرو به يې بيه پرې کوي.