د کارګرو نړيوال سازمان عمومي مدير ګيلبورت هونګبو د جون په ۳مې نېټې د کارګرو نړيوالې غونډې ته ويلي، چې مختلف بحرانونه ښايي د کارګري بازار پر اعاده کېدو منفي اغېزې وکړي
د کارګرو ۱۱۲مه نړيواله غونډه د جون په ۳مې نېټې د سويس په جينيوا کې پرانيستل شوه.
ښاغلي ګيلبورت هونګبو دغې نړيوالې غونډې ته ويلي، د نړيوال اقتصاد په بيا اعاده کېدو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې د بېکارۍ نړيواله کچه د ۲۰۲۳ کال له ۵.۰ سلنې نه ۴.۹ سلنې ته راټيټه شوې ده او په خبره یې، پر له پسې رامنځته کېدونکي بحرانونه ممکن پر روانو پرمختګونو منفي اغېزې وکړي.