شهباز شريف : پاکستان او چین نه ماتيدونکې دوستي لري
CMG2024/06/05 15:47:43
شريکول:

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف چين ته له رسمي سفر مخکې له چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکې کې د پاکستان او چين ترمنځ دوستي نه ماتیدونکې بللې او له چين څخه لېدنې ته یې لېوالتيا ښودلې ده.

نوموړي ويلي، چې پاکستان د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او دواړه هېوادونه به په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو ژورتيا ته دوام ورکړي.

شهباز شريف زياته کړې، چې پاکستان به د چين لخوا وړاندې شوي درې ستر نړيوال وړانديزونه په فعاله توګه پلي کړي او باور یې ښودلی، چې دغه وړانديزونه به نړۍ ته سوله، پرمختګ او سمسورتيا ورسوي.

(ژباړه: شکريه)