اسلاونيا فلسطين په رسميت وپېژانده
CMG2024/06/05 10:46:42
شريکول:

د اسلاونيا ملي پارلمان د جون په ۴مې نېټې فلسطين ته رسميت ورکړی او د دغه هېواد لومړي وزير روبېرټ ګولوب هيله ښودلې،‌ چې په دې چارې سره به په غزې تړانګې کې د کړکېچ مخه ونيول شي.

روبېرټ ګولوب د جون په ۴مې نېټې پارلمان ته ويلي، که اسرائيل او فلسطين د دوو ملي حاکميت لرونکو هېوادونو په توګه د مذاکراتو مېز ته کېني، د مسئلو د هواري پلان به رامنځته کولی شي.

نوموړي ويلي، هېواد يې فلسطين ته رسميت ورکوي او دغه چاره د سوله ييز پلان د جوړولو مخکښ شرط بولي.