د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۴مې نېټې کلوډيا شينباوم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او نوموړي ته يې د مکسيکو د ولسمشرې د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په پيغام کې په اشارې ويلي، چې هغه د چين او مکسيکو د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له منتخبې ولسمشرې کلوډيا شينباوم سره ستراتيژيکي همغږۍ پياوړې او د دواړو هېوادونو د ښه پرمختګ لارښوونه وکړي او خلکو ته يې ښې ګټې ورسوي.