بېجينګ: چين غواړي له هند سره د دوه اړخيزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي
CMG2024/06/05 23:24:49
شريکول:

دا چې د هند صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ ملي ډيموکراتيک ائتلاف په ټولټاکنو کې بريالی شوی. د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نېنګ د جون په پنځمې نېټې په نوبتي خبري ناستې کې په دې اړه ويلي چې موږ د هند د ټولټاکنو نتيجه له نژدې څارو او هغه خبر مو تر لاسه کړی چې د هند ملي ډيموکراتيک ائتلاف په ټولټاکنو کې بريالی شوی. چين هغوی ته مبارکي وايي. د چين او هند ترمنځ سالم او ثابته اړيکه د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري او د سيمې او د ګردې نړۍ د سولې او پرمختګ په ګټه ده. چين غواړي له هند سره د دواړو هېوادونو او د خلکو بنسټیزو ګټو ته په کتو سره د دې اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.