
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۴مې نېټې هالا توماسډوټير ته د مبارکۍ پيغام لېږلې او هغې ته يې د ايسلنډ د ولسمشرې د ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې د چين او ايسلنډ ترمنځ اړيکو په وروستيو کلونو کې د ښه پرمختګ تمايل ښودلی او د اقتصادي او تجارتي پانګونو، د جيوسيرمال انرژۍ او د چاپيريال ساتنې او کلتور او سياحت په شمول ډېرو برخو کې يې ثابتو همکاريو ښه پرمختګ موندلی او پر له پسې ښې لاسته راوړنې لري.
نوموړي ويلي، چې هغه د چين او ايسلنډ ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشرې ماسډوټيرسره به يو ځای د سياسي اعتماد پياوړتيا او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو پراختيا وهڅوي او د دواړو هېوادونو د اړيکو نوی پړاو به پېل کړي.