ولې اروپايي ټولنې د چين پر برېښنايي موټرو د زياتو تعرفو لګول وځنډول؟
CMG2024/06/05 15:42:55
شريکول:

اروپایي کمېسیون پلان درلود، چې د جون په ۵مې نېټې د چین د نوې انرژۍ پر موټرو د تعرفو لګولو پرېکړه وکړي، خو اوس یې دا پرېکړه ځنډولې ده.

جرمني رسنیو د سرچېنو په قول خبر ورکړی،  د اروپا کمیسیون ځکه ياده پرېکړه ځنډولې، چې د جون له ۶مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې به پارلماني ټاکنې ترسره کړي او غواړي چې له ټاکنو وروسته یاده پرېکړه عملي کړي.

ایا دغه دلیل رښتيا هم دومره ساده دی؟  په دغې تبصرې کې د همدغو ټاکنو وضعيت ته کتنه شوې ده.

د اروپا له پارلماني ټاکنو وروسته مهمه اجنډا د اروپايي کمیسیون د نوي رئیس ټاکل دي.

د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د اروپايي چارو د انسټيټيوټ مرستيالې جين لينګ رسنيو ته ويلي، چې په اروپايي ټولنې کې د اوسنۍ رئيسې ون دير لاين د بيا ټاکل کېدو په اړه بېلا بېل نظرونه موجود دي.

د جرمني د مالیې وزیر کریسټین لینډنر او د ایټالیې د پخواني صدراعظم ماتیو رینزي په ګډون مهمو اروپایي سیاستوالو ویلي، چې اروپايي ټولنه بل ځل ون دیر لاین ته اړتیا نه لري.

د ون دیر لاین په اړه د شکونو ډېره برخه د اروپایي کمیسیون د رئیسې په توګه د هغې له واک څخه پر ناوړه استعمال ورټوله ده. دلته یې يوه نمونه راوړو. ون دیر لاین خپل ځواک پر اروپايي ټولنې د فشار اچولو لپاره کارولی، څو د چین د برېښنايي موټرو پر وړاندې د سبسایډي ضد خپلواک تحقیق پیل کړي.

دغه ډول تحقیقات به په عمومي توګه د اروپايي ټولنې شرکتونه یا اړوندې صنعتي ټولنې مجبورې کړي، چې اروپایي کمیسیون ته شکایتونه وکړي او دغه کمیسیون به یې بيا په اړه څېړنې کوي او رښتيا او دروغ به مالوموي.

خو دا ځل حالات بېل دي. د چین د نوي انرژي موټرو پر وړاندې تحقیقات د اروپایي کمیسیون لخوا پیل شوي او همدې ون دیر لاین يې د تحقیقاتو اعلان کړی دی.

د اروپا د موټرو عرضه کونکو ټولنې په ګډون اړوندو سازمانونو د دغو تحقیقاتو په اړه حیرانتیا څرګنده کړې، "د تحقیقاتو پیل مونږ ډېر حیران کړي يوو."

په هرصورت، دا نوې خبره نه ده، بلکې د اروپا کمیسیون دغه ډول تحقیقاتو کې تور تاریخ لري. پر چيني توليداتو د اضافي تعرفو لګول بنسټ او اساس نه لري او د اروپایي کمیسیون د پرسونل بدلون به د دغې اجنډا نورې ناڅرګندتیاوې هم زیاتې او ځينې به یې را څرګندې شي.

نړيوال پوهيږي، کله چې ون دیر لاین په لومړي ځل د تحقیقاتو وړاندیز وکړ، نو اروپايي ټولنې وویل، "له چین سره د سوداګریزې جګړې څخه وېره نه لري." خو اوس دغه ټولنه هڅه کوي، چې" د سوداګرۍ جګړې له پېلولو پرته د چین د نوې انرژۍ موټرو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي. "

د اروپا د موټرو د صنعت ټولنه بیا له چين سره همکارۍ اصلي موضوع يادوي.

چين او اروپا د ګټو بنسټيز ټکر او جغرافيايي تضاد نه لري او ګډې ګټې يې تر توپيرونو زياتې دي. اروپا کولی شي له چین سره د سیالۍ په اړه خبرې وکړي، خو سیالي نشي کولی، بلکې دغه چاره به یې د ځاني سوداګرۍ يا پروټيکشنيزم لامل وګرځي.

که څه هم د چين او اروپا ترمنځ سيالۍ روانې دي، خو همکارۍ يې د سیاليو په پرتله ډېرې او پراخې دي او د سالمې سيالۍ په ترڅ کې ښې پايلې ترلاسه کولی شي.