چين: سمندر باید د نړيوالو سياسي سيالیو ډګر ونه ګرځي
CGTN2024/06/05 11:32:56
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزیر مياو ده يو د جون په پنځمې نېټې د لویو وچو او سيمو د سيسټمونو د ساينس او قانون په اووم نړیوال سمينار کې ګډون او وينا کړې ده.

 نوموړي په خپلې وينا کې سمندر د بېلا بېلو هېوادونو د اتصال او پيوستون پل بللی او په خبره يې، سمندر باید د نړیوالې سياسي سيالۍ ميدان ونه ګرځي.

نوموړي له ټولو هېوادونو غوښتي، چې يو د بل د حاکميت، امنيت او پرمختګ ګټو ته درناوی وکړي، پر عدالت او انصاف دې ټينګار ولري، د څواړخيزم روحيه دې خپره کړي او د ځينو هېوادونو هغو کړنو ته دې هوښيار او بيدار واوسي، چې غواړي د نړیوال نظام په پلمه، له قوانينو په ناوړې استفادې او د ډلبازۍ په جوړولو د نورو هېوادونو سمندري فعالیتونه له خنډونو سره مخ کړي.

سږکال د ملګرو ملتونو د سمندري قانون تړون د نافذېدو ۳۰ مه کليزه ده.