د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۴مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ترکيې له بهرنيو چارو وزير هاکان فدان سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږيدلی دی.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان تر لارښوونو لاندې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو همکاريو اړيکې د پرمختګ په تمايل کې دي او پراخ ښه راتلونکی لري.
نوموړي ويلي، چين د خپل ملي حاکميت، خونديتوب او د خاورو بشپړتيا په شمول له مرکزي ګټو څخه د ترکيې د ملاتړ ستاينه کوي او غواړي په مختلفو کچو کې ورسره تګ راتګ زيات او د همکارۍ ساحې ورسره پراخې کړي.
هاکان فدان ويلي، چې ترکيه له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.
نوموړي ويلي، هېواد یې په خپلې خاورې کې هيڅ ځواک ته اجازه نه ورکوي، چې د چين د ملي حاکميت او امنيت د خرابوالي هڅې وکړي.
هاکان فدان د اوکراين او منځني ختيځ په شمول د ځينو مسئلو په هکله د چين د عادلانه دريځ لوړه ستاينه کړې ده.