وانګ يي: که لا زيات هېوادونه له ۶ فقره ييزې اجماع ملاتړ وکړي، نو د سولې امکانات به لا زيات شي
CMG2024/06/05 11:13:39
شريکول:

 د چين خارجه وزير وانګ يي د جون په ۴مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له خپل ترکي سيال هاکان فدان سره په يوې ګډې خبري ناستې کې د اوکراين بحران د حل په پار د چين دريځ بيا څرګند کړی دی.

نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه دې د اوکراين کړکېچ د حل او د سولې لپاره د مذاکراتو هڅونه وکړي، د مختلفو هېوادونو ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته دې درناوی ولري او د بحران د سوله ييز حل له هلو ځلو څخه دې ملاتړ وکړي او په خبره یې، د سولې په پار د چين کوښښونه به هېڅ پای ونه مومي.

نوموړي دا هم ويلي، چين او برازيل په وروستيو کې د اوکراين بحران د سياسي حل په اړه ۶ فقره ييزه اجماع رامنځته کړې ده. له يوې اوونۍ راهيسې ۴۵ هېوادونو يادې اجتماع ته مثبت غبرګونونه ښودلي او ۲۶ هېوادونو پکې خپل ګډون تائيد کړی او ځينو یې تر جدي غور لاندې نيولی دی.