
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ د جون په پنځمې نېټې د يوې خبري ناستې مشري وکړه او د تايوان تنګي د دواړو غاړو د وضعيت په هکله يې وويل چې تايوان د چين دقلمرو يوه نه جلاکېدونکې برخه ده او د تايوان مسئله د چين کورنۍ موضوع ده او د چين په کورنيو چارو کې د بهرنيو لاسوهنې ته اجازه نه ورکوو او پر امريکا غږ کوو چې د تايوان د خپلواکۍ او بېلتونپالو طبيعت ښه وپېژني، د يو چين د پېژندنې اصل او د چين او امريکا ترمنځ دوو ګډو اعلاميو مراعات وکړي، د تايوان د خپلواکۍ غوښتونکو څخه د نه ملاتړ ژمنه پوره کړي، تايوان ته وسلې ونه پلوري او د تايوان د بېلتونپالو لمسون ونه کړي.