د چین سفیر جاو شينګ د افغانستان د ځينو خبري رسنيو له مسئولينو سره وکتل
CGTN2024/06/06 11:27:08
شريکول:

په کابل کې د چين لوی سفير جاو شینګ د جون په څلورمې نېټې د افغانستان د ملي راډيو او ټلويزیون او باختر خبري اژانس په ګډون د يو شمېر نورو خبري رسنيو له هغو مسئولینو سره کتلي، چې له چين څخه یې تازه لېدنه کړې ده.

سفیر جاو شينګ په خپلو خبرو کې د چين او افغانستان د خبري رسنيو اړيکې او همکارۍ د خلکو ترمنځ د متقابل پوهاوي او دوستۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره ډېرې مهمې او ارزښتناکې بللي او هيله يې ښودلې، چې د افغان رسنيو پلاوی له خلکو سره چين ته د خپل سفر په اړه معلومات شريک کړي او افغانانو ته رښتينی چين وروپېژني.

د افغان رسنيو د پلاوي استازو چين ته د دغه سفر د ترتیباتو په پار له چيني لوري مننه کړې او هيله يې ښودلې، چې له چیني رسنيو سره خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو د دوستانه همکارۍ او دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

د چين د سفارت په بلنه، د افغانستان د ملي راډيو او ټلويزيون د رئیس په مشرۍ د افغان رسنيو يوه پلاوي، چې د طلوع نیوز، اريانا نيوز، باختر خبري اژانس، شمشاد ټلويزیون او کابل ټايمز په ګډون د يو شمېر رسنيو مسئولين پکې شامل وو، د مې له ۲۲ مې نېټې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې د چين له شينجيانګ سيمې او پلازمينې بېجينګ څخه ليدنه وکړه.