شي جين پينګ د امریکې د کین پوهنتون مشر لامونټ ریپولېټ ته ځوابي پيغام ولیږه
CMG2024/06/06 15:50:40
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ په دې وروستیو کې د امریکې د کین پوهنتون مشر لامونټ ریپولېټ ته ځوابي پيغام لیږلی او پکې یې د چین او امریکې د پوهنتونونو ترمنځ د تبادلو او همکاريو د پياوړتیا هڅونه کړې ده.

نوموړي په پیغام کې لیکلي، چې هغه په ۲۰۰۶م کال کې د چین په ون جو ښار کې د ون جو کین پوهنتون د جوړېدو تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کړی و او د دواړو خواوو په کوښښونو د ياد پوهنتون د ابادۍ حالت ډېر ښه دی.

شي جین پينګ د ون جو کین پوهنتون د چین او امریکې د ښوونيزې همکارۍ نمونوي نښه بللی او ويلي يې دي، چې ښوونیزې تبادلې او همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو او په تېره بیا د ځوانانو د متقابل تفاهم د پياوړتیا لپاره ګټور رول لري.

د امریکې د کین پوهنتون مشر لامونټ ریپولېټ څو ورځې مخکې رئیس شي جین پينګ ته یو پيغام لیږلی و او د ون جو کین پوهنتون د جوړېدو حالاتو ته يې پکې اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دغه پوهنتون به د چین او امریکې د ځوانانو ترمنځ د تبادلو د زیاتوالي لپاره هڅونکی رول ولوبوي.